
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په دغې لیدنې کې دواړو خواوو د دوهاړخیزو اړیکو او ملګرتیاؤ د پراخېدو لارو، په ځانګړې توګه د لوړو زدهکړو په برخې کې، بحث او نظرونه سره تبادله کړل.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر مولوی ندا محمد ن دیم د افغانستان دتعلیمي اړتیاوو په یادولو سره د اسلامي آزاد پوهنتون له ادارې څخه د ملګرتیاؤ د پراختیا او د ګډو علمي او اکاډمیکو فرصتونو د رامینځته کېدو غوښتنه وکړه.
هغه همدارنګه غوښتنه وکړه چې د اسلامي آزاد پوهنتون کابل څانګه په طبي، تخنیکي، الکټرونیک او مصنوعي ځیرکتیا (AI) برخو کې نوره هم پراخه شي.
علی اکبر ولایتي هم په دغې کتنې کې ټینګار وکړ چې د موجودو امکاناتو په اندازه، اسلامي آزاد پوهنتون د لوړو زدهکړو په برخې کې دملګرتیاؤ او مرستو لپاره چمتو دی.
هغه زیاته کړه: د دواړو ملتونو ژور فرهنګي، دیني او تاریخي اشتراکات او ورورګلويزې اړیکې په پام کې په نیولو سره، د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامی انقلاب له پیله تر ننه پورې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د دې هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ ملاتړ کوي.
ولایتي څرګنده کړه: د افغانستان د لوړو زدهکړو د ودې او پرمختګ مرسته په حقیقت کې د یوه ورور هېواد د پیاوړتیا او ځان بسیاینې مرسته ده. اسلامي آزاد پوهنتون چمتو دی چې په نوو تخصصي او فوق تخصصي څانګو د رامنځته کولو ترڅنګ، د استادانو او محصیلینو د تبادلې په برخې کې هم له افغانستان سره ملګرتیا وکړي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/09/17/3466967/